اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د اېنټي ناركوټكس فورس﴿ اے اېن اېف﴾ تر سيوري لاندې د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د ??شه اي توكو د سوځولو دستوره وشوه چې پكښې د ??شه اي توكو د مخ نيوي ??فا??ي وزير لېفټېننټ جنرال ??ر﴾ صلاح الدين ترمذي د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې ??فا??ي وزير ووئيل چې پاكستان يو شمېر خطراتو سره مخ دے۔ د ??شه اي توكو ناسور زمونږ ټولنه په سختې سره اغېزمنه كوي٬ د دې په سختې سره مقابله كول ضروري دي۔ ده ووئيل چې اے اېن اېف د ??شه اي توكو د قا??اق مخ نيوي لپاره په قومي او نړيواله كچه هڅې كوي٬ ??فا??ي وزير په دې لړ كښې د اے اېن اېف كردار او هڅې وستائيلې۔ ??فا??ي وزير په دې لړ كښې اے اېن اېف ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔ دستورې ته نورو يو شمېر شخصياتو هم وېنا وكړه۔ په دې موقع د اے اېن اېف ډي جي مېجر جنرال مسرت نواز ملك د خپلې وېنا په مهال د اے اېن اېف په كاركردګې رڼا واچوله