پېنډۍ 13 دسمبر (اے پي پي)د پاك پ??ځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د قبائيلي مشرانو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په ملاتړ او امن او استحكام لپاره د قبائيلو د قربان??و ستائنې سره وئيلي چې پاك پ??ځ د قبائيلي اولس د خوښې له مخې فاټا په قامي چوكا?? كښې د ودرولو ملاتړ كوي٬ فاټا كښې د اوږدې مودې امن او استحكام له ګامونه پورته كوؤ۔ د فاټا سباٶن له د قبائيلي مشرانو ا?? ځوانانو د خيالاتو قدر كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه د پاك پ??ځ سرلښكر د شورو په ورځ د فاټا مشرانو او د يوته جرګه پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلوخبرو كښې وكړه۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ قبائيلي مشرانو ا?? ځوانانون سره جلا جلا تفصيلي خبرې وكړې۔ پلاوي فاټا كښې امن ٬ استحكام او سماجي او اقتصادي پرمختګ له د پاك پ??ځ د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ پلاوي فاټا په قامي چوكا?? كښې شاملولو لپاره د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د پوځ سرلښكر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قبائيلي مشرانو ا?? ځوانانو د بشپړه ملاتړ هم ستائنه وكړه۔ د فاټا سباٶن لپاره د پلاوي خيالاتو ته د قدر په سترګه كتلو سره جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل مونږ د مېړنو قبائيلو د قربانيو د لارې كاميابۍ ترلاسه كړې دي او اوس استحكام پلو روان يو۔جنرال قمر جاوېد باجوہ پلاوې د پاك افغان پولې امنيتي اقدماتو او مرستې زياتولو په اړه د افغان قيادت سره د شويو خبرو اترو نه خبر كړو۔ د پوځ سرلښكر د فاټا ځوانانو ته نصيحت وكړو چې دوئي دې د فاټا د سباؤن مشرتابه په حېث امن او پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ په دې مهال كوركمانډر پېښور ٬ ډي جي آئي اېس آئي ٬ سي جي اېس او نور اعلی پوځي چارواكي موجود وو۔